زمونږ خبریال راپور راکړی د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، په دوه جلا ترافیکي پیښو کې یوولس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. هغه وايي لومړۍ پیښه د کابل جلال اباد پر لویه لار د عزیز خان کڅ په سیمه کې د دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه، چې پکې د یوې میرمنې په ګدون دوه کسان ووژل شول او څلور تنه نور ژوبل شول. د یوسفزي پر وینا دویمه پیښه هم د کابل جلال اباد لوی لارې د خیرو خیلو په سیمه کې د دوه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه چې پکې د هغه پر وینا پنځه تنه ژوبل شول. یونس یوسفزی وایي، ددواړو پيښو ټپیان د امنیتي ځواکونوله لورې روغتونونو ته لیږدول شویدي. هغه وايي د ترافیک پولیسو لومړنیو پلټنو ښودلې چې دواړه پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شویدي. د کابل جلال اباد لویه لار د هیواد په کچه تر ټولو له ترافیکي ګڼې ګوڼې ډکه او خطر ناکه لار ګڼل کیږي. د معلوماتو له مخې پر دې لار هره ورځ خواوشاه دیرش زره مسافر وړونکي او باروړونکي موټر تګ راتګ کوي چې نږدې هر ورځ دا لار د ترافیکي پیښو شاهده وي چې دا پیښې بیا درانه ځاني اومالي زیانونه تر شاه پریږدي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
په لغمان ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله یوولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته
سرچینې
External sources
په لغمان ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله یوولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته