EconomyKabulافغانستاندری

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-03 09:02:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د شاوخوا ۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت د اسلامي ثقاف د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (پنجشنبه) د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز» د بنسټ ډبره کېښوده. سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز کې د بهیر ګروپ خصوصي شرکت له لوري شاوخوا ۷۵ میلیون ډالر پانګونه کېږي چې چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي. خبرپاڼه کې راغلي، یاد مرکز پر ۱۱۰ جریب ځمکه جوړیږي چې د فعالیت لهه پيلېدو سره به یې افغانستان د دیني او عصري علومو نصابونو د چاپ او نشر برخه کې خپلې اړتیاوې کور دننه پوره کړي. اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دغه مرکز کې به سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي. #صنایع_سبز #اسلامي_ثقافت #چاپ_او_نشر #پانګونه #GreenIndustries #IslamicCulture #PrintingAndPublishing #Investment

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-03 09:02:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-03 13:30:17

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button