HealthKabulافغانستاندری

د کابل بګرامیو کې د ۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-03 10:05:09🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په قلعه احمدخان سیمه کې د څه باندې ۷۱.۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه ۳۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې دي. د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه روغتون د هند په مالي ملاتړ پر پنځه جریب ځمکه جوړېږي او د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. سرچینې زیاته کړې ده، روغتون به معیاري انتظارخونه، جومات، پولی‌کلینیک او د موټرو تمځای ولري او د داخلې، جراحۍ، نسایي ولادي، ماشومانو، غوږ، پزې او ستوني (ENT)، سترګو، غاښونو، بېړنۍ، جدي پاملرنې (ICU) او بهرنیو ناروغانو (OPD) څانګې به پکې فعالې وي. د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یاد روغتون جوړېدو چارو د پیل مراسمو کې ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد ټولو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. هغه زیاته کړې، په هغو سیمو کې چې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا زیاته ده، د روغتیايي مرکزونو جوړولو او پراختیا هڅې روانې دي او د بګرامیو په قلعه احمدخان سیمه کې د دغه روغتون جوړېدل یې ښه بېلګه ده. جلالي ویلي چې یاد روغتون به په معیاري ډول جوړ او د بېلابېلو تخصصي څانګو ترڅنګ به مسلکي او متخصص روغتیايي کارکوونکي ولري. د نوموړي په وینا، د روغتون…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-03 10:05:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د کابل بګرامیو کې د ۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون جوړېدو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-03 14:34:58

د کابل بګرامیو کې د ۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون جوړېدو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button