Summary: د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له لوري د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ (ان سي اچ سي) روغتیايي مرکز ته طبي تجهیزات وسپارل شول. د نورستان والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې په دغو تجهیزاتو کې د بې هوښۍ او الټراسونډ ماشینونو ترڅنګ، یو شمېر نور مهم طبي وسایل او کوچني طبي تجهیزات شامل دي، چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به ترې ګټه واخیستل شي.د یادونې وړ ده، چې د (ان سي اچ سي) روغتیايي مرکز په فعالېدو او د اړینو طبي تجهیزاتو په برابرېدو سره به د نورګرام ولسوالۍ د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لوړ او د روغتیا په برخه کې شته تشه تر ډېره راکمه شي.
اطلاعات کوتاه
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-09-03 13:27:02
خط زمانی
-
Bakhtar
د نورستان یوه روغتیايي مرکز ته طبي وسایل وسپارل شول