Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۳۰۱ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د وږي ۱۱مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۱۵۶کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۹۱ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۴ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې پرون همدارنګه په تورخم کې له ۲۱۴کورنیو، سپین بولدک کې له ۳۱ کورنۍو، نیمروز کې له یوې کورنۍ، هرات کې له ۲۴ کورنیو او کابل کې له ۱۳کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۱۴۷۷مهاجرين او د نیمروز له لارې ۲۱۹۱ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۱۹۰سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
سرچینې
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي