EnglishSportsافغانستانغور

د افغانستان فوټبال لوبډله د تاجکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته… — Bakhtar

DevelopingSportsغور1 SourcesUpdated: 2026-09-03 13:27:08🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډله نن د ۲۰۲۷ کال د ځوانانو د اسیا جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې د تاجکستان له لوبډلې سره مخ کېږي. ټاکل شوې، چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن ماښام په ۶:۳۰ بجو د بحرین په کوربه ‌توب ترسره شي.افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د اردن پر وړاندې د ۱-۰ په پایله کې ماتې خوړلې وه، په داسې حال کې چې تاجکستان هم په خپله لومړۍ لوبه کې د کوربه هېواد بحرین پر وړاندې ۳-۲ ماتې منلې وه.د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډلې روزونکي د تاجکستان پر وړاندې د لوبې له پیل مخکې په خبري ناسته کې ویلي، چې لوبغاړي یې د سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.د یادونې وړ ده، چې افغانستان او تاجکستان دواړه د خپلو لومړنیو لوبو له بایللو وروسته، نن د بریا او مهمو امتیازونو د ترلاسه کولو په موخه د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

Quick facts

Locationغور
TopicSports
Sources1
Updated2026-09-03 13:27:08

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان فوټبال لوبډله د تاجکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-03 06:12:20

د افغانستان فوټبال لوبډله د تاجکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button