پښتو خبري سرچينې

افغان اسلامي آژانس

دلته د افغان اسلامي آژانس د خبرونو غورچاڼ دلته لوستلی شئ

Loading RSS Feed

 

د افغان اسلامي آژانس په اړه 

افغان اسلامي آژانس د خپل ځان په اړه وايي چې خپلواکه خبري رسنۍ ده چې په ۱۹۸۲ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی او د ټول افغانستان د پوښښ لپاره خبریالان لري. خبري آژانس وايي چې دوی د نشراتو د خرڅولو او اعلاناتو له لارې خپل لګښتونه پوره کوي او له کوم حکومتي او نادولتي لویدیځو او عرب مؤسساتو پیسې نه اخلي. 

د دغه خبري آژانس بنسټ محمد یعقوب شرافت اېښی او له پېښوره یې فعالیت پیل کړی. د شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د جهاد پر مهال او له هغه وروسته د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دا خبري آژانس له پاکستانه خپلو خپرونو ته دوام ورکړ او د طالبانو تر پرځېدلو او د نوي حکومت پر مهال يې هم تقریبا پخوانۍ تګلاره تعقیب کړه. دغه خبري آژانس لا هم له پاکستانه خپرونې لري. 

د دغه خبري آژانس خبرونه اوس پر پیسو پلورل کېږي او له همدې امله یې تاسو هم پر بورجل یوازې خبري سرټکي لوستلی شئ او د بشپړ خبر د لوستلو لپاره اړ یئ چې د دغه خبري آژانس پاڼه سبکرایب کړئ. 

اړوندې مقالې

Back to top button