AfghanistanDiplomacyKabul

د کابل–غزني پر لویه لار ترافیکي پېښې دوه کسان مړه او تر لسو… — Pajhwok

غزني ښار (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د غزني امنیه قوماندانۍ وایي، د کابل–غزني پر لویه لار د میدان‌وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په عزیزکلا سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي او تر لسو ډېر نور ټپیان دي. د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېره شپه ناوخته د ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر او یوه «اکوا» موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې، په دې پېښه کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر لسو ډېر ټپیان شوي دي. خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د معلوماتو له مخې، ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر د میرویس نیکه ترانسپورټي شرکت اړوند دی.

Sources

  • Pajhwok2026-06-26 04:52:02
    د کابل–غزني پر لویه لار ترافیکي پېښې دوه کسان مړه او تر لسو ډېر ټپیان کړل
    Original link

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button