د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په لغمان کې له طالبانو سره په مخامخ نښته کې د خپلو دریو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی. زرغون بهیر ویلي، چې د دوی درې تنه غړي د ۱۳ طالبانو تر وژلو وروسته وژل شوي دي. مولوي جلال الدین حقاني له شوروي ځواکونو سره په جهاد او د ۱۹۰۱ میلادي کال د اپرېل په پای کې د خوست په سقوط کې ټاکونکی رول درلود. جلال الدین حقاني د شوروي ځواکونو خلاف د جهاد او تنظیمي جګړو پرمهال له خپلو سیاسي او پوځي مخالفینو سره لیکونه تبادله کړل، د جګړې د درولو لپاره یې مشخصې سیمې وړاندیز کړې، د قوماندانانو د سرتاسري شورا د جوړولو هڅه یې وکړه او د مجاهدینو د تنظیمي اختلافاتو د کمولو لپاره یې د یوه ګډ جوړښت نظرونه وړاندې کړل. د هغه د نږدې کسانو د روایتونو له مخې، جرګه د ده لپاره د سیمهییز نفوذ او ټولنیز نظم یوه وسیله وه. د قبیلو او قومي شخړو په هواري کې خلکو هغه ته مراجعه کوله او د ده د روغې جوړې هڅې تر میرانشاه او پېښوره پورې غځېدلې وې. د نجیبالله د حکومت د ملي روغې جوړې په دوره کې کابل هڅه وکړه چې له جلالالدین حقاني سره د خبرو یوه لار پیدا کړي. نجیبالله پوهېده چې حقاني په خوست او پکتیا کې پوځي او قومي وزن لري….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
زرغون بهیر په لغمان کې د خپلو دریو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی
سرچینې
Afghan sources
زرغون بهیر په لغمان کې د خپلو دریو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی