ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو کمښت د هیروئینو نړیوال بازار بدل کړی
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د ۲۰۲۶کال د نشهيي توکو په نړۍوال راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د تاریاکو په تولید کې بېساري کمښت، د مصنوعي اپیم له خپرېدو سره یوځای، د نشهيي توکو د نړۍوال بازار جوړښت بدل کړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریس حسیبالله احمدي ویلي، چې د نشهيي توکو د کروندو د لهمنځه وړلو په موخه یې تر اوسه ۲۵زره او ۷۶۴ عملیات ترسره کړي دي.د هغه په وینا؛ د روږدو کسانو د راټولولو لپاره هم ۷زره او ۸۴۴ عملیات ترسره شوي، ۲زره او ۱۵۹ټنه بېلابېل نشهيي توکي ضبط شوي او د نشهيي توکو اړوند ۱۳زره او ۳۲۶ کسان نیول شوي دي. په همدې غونډه کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې استازي پولیک اوکي سري د نشهيي توکو د لهمنځه وړلو په برخه کې د اړوندو ادارو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی. هغه د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان…
Sources
- Parstoday — 2026-06-26 11:19:01
ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو کمښت د هیروئینو نړیوال بازار بدل کړی
Original link