HealthKabulافغانستانپښتو

په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه — Bakhtar

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-04 01:27:10🎙 راډیو واورئ

Summary: د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اړوند قلعه احمد خان سیمه کې، نن د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د هېواد د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل: "د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي او په هغو سیمو کې چې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا زیاته ده؛ د روغتیايي مرکزونو جوړولو او پراختیا هڅې کوي چې دا روغتون يې ښه بېلګه ده." هغه زیاته کړې چې یاد روغتون به په معیاري ډول جوړ او د بېلابېلو تخصصي څانګو ترڅنګ به مسلکي او متخصص روغتیايي کارکوونکي ولري. د عامې روغتيا وزیر په وینا، د ياد روغتون په جوړېدو سره به د بګرامیو ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه لا پراخه شي او ستونزې به يې تر ډېره بريده حل شي. د سیمې اوسېدونکو او قومي مشرانو هم د یاد روغتون د جوړېدو هرکلی کړی او له افغانستان اسلامي امارت څخه یې مننه کړې ده. د یادونې وړ ده چې یاد ۳۰ بستریز روغتون د هندوستان په مالي ملاتړ د ۷۱ ميليونه ۳۲۴ زره ۳۱۶ افغانيو په مالي لګښت په پنځه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې معیاري انتظارخونه، جومات، پولي کلینیک، د موټرو تمځای او د متخصصینو په درلودلو سره به د داخلې، جراحۍ، نسایي ولادي، د ماشومانو درملنې، «اي‌ان‌ټي»، سترګو، غاښونو، عاجل، «آی‌سي‌يو» او د «او‌پي‌ډي» خدمتونو څانګې ولري.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-04 01:27:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-03 14:55:37

په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button