د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې ۱۸ بشري مرستندویه پروګرامونه د لاسوهنې او د فعالیتونو د ګډوډېدو له امله درول شوي دي. د ملګرو ملتونو اداره دغه زیاتوي، چې په بشري مرستو کې لاسوهنه او د بشري فعالیتونو ګډوډول، په افغانستان کې د بشري مرستو د فعالیتونو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي. د اوچا په راپور کې راغلي، چې د جولای په میاشت کې د مرستندویه بنسټونو ۱۲ کارکوونکي هم نیول شوي دي.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-04 01:32:22
خط زمانی
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د وږی ۱۲ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون