پښتو خبري سرچينې

آزادي راډيو

آزادي راډیو د آزادې اروپا یا آزادۍ راډیو (Radio Free Europe/Radio Liberty (RFE/RL)) پښتو څانګه ده. دا اداره د امریکا د حکومت په بسپنه چلېږي او ختیځې اروپا، مرکزي آسیا، قفقاز او منځني ختیځ ته خبرونه، معلومات او شننې ورخپروي. د آزادۍ راډیو لویه کورنۍ   (RFE/RL) خصوصي، غیرانتفاعي یا بې سوده اداره ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د نړیوالو رسنیو څانګه يې سرپرستي کوي. د امریکا د نړیوالو رسنیو څانګه یوه خپلواکه حکومتي اداره ده او د امریکا د فدرال حکومت نړیوالې خپرونې څاري.

د  (RFE/RL) اداره ۲۳ هېوادونو ته په ۲۷ ژبو خپرونې کوي. د دغې ادارې مرکزي دفتر له ۱۹۹۵ کال راهیسې د چک جمهوریت په پراګ ښار کې دی او په ۲۱ ځايي دفترونو کې له ۵۰۰ ډېر کارکوونکي او له ۱۳۰۰ ډېر پازوال او فريلانس کارکوونکي لري. پر دې سربېره په واشنګټن ډي سي کې د مرکزي ادارې په مرکزي دفتر کې هم له ۷۰۰ ډېر کارکوونکي لري.

د آزادۍ راډیو د وروستیو خبرونو او مطالبو غورچاڼ دلته لوستلی شئ!

 

Loading RSS Feed


د آزادۍ راډیو پښتو او دري خپرونې دلته په ژوندۍ بڼه اورېدلی شئ

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button