KabulPoliticsافغانستانپښتو

د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د چین د توغندیزې ازموینې په… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-04 04:43:00🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): رویټرز راپور ورکړی چې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د «ارام سمندر د ټاپوګانو فورم» په کلنۍ غونډه کې په دې سیمه کې د چین د لري واټن ويشتونکي بالسټیک توغندي د ازمېښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ خو ناورو له دغه دریځ سره مخالفت کړی دی. رویټرز نن (جمعه) په یوه راپور کې ویلي چې د پلاو ولسمشر او د دې غونډې کوربه، سورانګل ویپس جونیئر ویلي چې چین د جولای په میاشت کې د کافي معلوماتو له وړاندې کولو پرته بالسټیک توغندی ازمویلی چې د ارام سمندر د څو ټاپوګانو هېوادونو له پاسه تېر شوی دی. د پلاو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د فورم په پای کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «مشرانو له ټولو هغو هېوادونو چې لوی واټن بالسټیک توغندي ازمويي، غوښتي چې روڼتیا او ډاډ رامنځته کړي؛ له دې ډلې لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې د ازمېښت په اړه خبر ورکول، چې له نړۍوالو کړنلارو سره سمون لري.» د رویټرز په راپور کې د ویپس جونیئر له قوله ویل شوي چې د ناورو جمهوریت له دغه دریځ سره مخالفت کړی دی. د راپور له مخې، ناورو تر دې مخکې د چین او ټایوان ترمنځ خپل ډیپلوماتیک دریځ بدل کړی و او دغه هېواد په ۲۰۲۴ کال کې له چین سره ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته ټینګې کړې. د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-04 04:43:00

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د چین د توغندیزې ازموینې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-04 09:09:18

د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د چین د توغندیزې ازموینې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button