Kabulافغانستانامنیتپښتو

پاکستان په کابل کې خپل سفیر د مشورو لپاره اسلام‌آباد ته ورغوښتی دی… — Amu TV

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-04 13:37:00🎙 راډیو واورئ

پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې اسلام‌آباد د امنیتي اندېښنو او له طالبانو سره د اړیکو د خړپړتیا له امله په افغانستان کې خپل سفیر د مشورو لپاره پاکستان ته ورغوښتی دی. «دی نېشن» ورځپاڼې راپور ورکړی چې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د افغانستان د امنیتي پرمختګونو، په ځانګړې توګه د طالبانو د مخالفې وسلوالې ډلې د تحرکاتو زیاتېدو په اړه د مشورو لپاره اسلام‌آباد ته ستون شوی دی. نظاماني د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د دغه هېواد له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره لیدلي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي دواړو لورو د سیمه‌ییزو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیتي وضعیت او د هغو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې چې په مستقیم ډول پر پاکستان اغېزکوي. دغه وزارت ویلي: «د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د سیمه‌ییزو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د هغو پېښو پر دقیق څار ټینګار وکړ چې د سولې او امنیت لپاره پایلې لري.» دا مشورې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او اسلام‌آباد اړیکې ډېری د پاکستان د دغې ادعا پر سر له خړپړتیا سره مخ دي چې ګواکې د پاکستان تحريک طالبان او نورې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. پاکستان په ځلونو ویلي چې طالبان…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-04 13:37:00

مهالوېش

  1. Amu TV

    پاکستان په کابل کې خپل سفیر د مشورو لپاره اسلام‌آباد ته ورغوښتی دی | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-04 10:17:15

پاکستان په کابل کې خپل سفیر د مشورو لپاره اسلام‌آباد ته ورغوښتی دی | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button