د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکسي شېوتسوف ویلي، چې لویدیز هېوادونه د افغانستان د ګواښ په پلمه په منځنۍ اسیا کې د پوځي زېربنا د ځای پر ځای کولو هڅې کوي او ادعا یې کړې چې لویدیز د افغانستان ګواښ د خپلو موخو لپاره تر اندازې ډېر لوی ښيي. اسدالله، چې ۳۵ کاله یې په چکوال کې د کډوالۍ ژوند کړی او اوس له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شوی او په ننګرهار کې مېشت دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی په چکوال کې پنځه هټۍ او نور کاروبارونه لرل. هغه وویل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له چټکېدو وروسته دوی نږدې یو کال مخکې افغانستان ته کډه وکړه. د نوموړي په وینا، خپلې ځینې هټۍ یې په نیمه بیه وپلورلې، خو د یوه ورور یوه هټۍ یې پاتې شوه چې وروسته وتړل شوه او نن په بولۍ کې وړاندې شوه. اسدالله زیاته کړه چې د چکوال ډېری افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو او په پاکستان کې ورته ویل شوي وو چې له افغانستان څخه به د سوداګریزو ویزو له لارې بېرته ستانه شي او خپل کاروبارونه به بیا پیل کړي. د هغه په وینا، ځینو کډوالو پر همدې ژمنه خپلې ځینې هټۍ او نور کاروبارونه ځايي خلکو ته وسپارل، خو کله چې افغانستان ته ستانه شول،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
روسیه: لویدیز په منځنۍ اسیا کې د پوځي اډو لپاره د افغانستان ګواښ «له اندازې لوی» ښيي
منابع
Afghan sources
روسیه: لویدیز په منځنۍ اسیا کې د پوځي اډو لپاره د افغانستان ګواښ «له اندازې لوی» ښيي