HealthKabulافغانستانپښتو

په پنجاب کې د افغان کډوالو اړوند هټۍ په بولۍ کې وپلورل شوې — AF International

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-04 18:21:05🎙 راډیو واورئ

د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې د افغان کډوالو تړل شوې شاوخوا ۲۰ هټۍ نن، د جمعې په ورځ په بولۍ کې وپلورل شوې. دغه هټۍ د افغان کډوالو له ايستلو يا بېرته ستنېدو وروسته، څو مياشتې مخکې تړل شوې وې. په ننګرهار کې روغتیايي سرچینې وايي، په مرکز جلال‌اباد ښار کې لاهم په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یوشمېر ښځینه روغتیاپالې او ښځینه ډاکټرانې فعالیت کوي؛ خو د ښځینه متخصصو شمېر د پخوا پرتله بې‌ساری کم شوی او اوس یوازې د ګوتو په شمېر متخصصې ډاکټرانې پاتې دي. د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت یوشمېر ښځینه متخصصې ډاکټرانې کابل او یا له هېواده بهر تللې دي. د سرچینو په وینا، په جلال‌اباد ښار کې که څه هم ښځینه «اېم ډي» ډاکټرانې، قابلې او روغتیاپالې فعالیت کوي؛ خو د پېچلو او لویو ناروغیو د درملنې او جراحي عملیاتو په برخه کې د ښځینه متخصصینو کمښت د پام وړ دی. سرچینه زیاتوي: «په ښار کې ښځینه روغتیاپالې شته؛ خو د سختو ناروغیو د درملنې وړتیا نه‌لري. ترڅنګ یې غټ په ځانګړي ډول پېچلي عملیاتو نه‌شي کولی، چې ښځینه ناروغانې د نارینه روغتیاپالو پرمټ عملیاتېږي». سرچینې د یوشمېر پېچلو عملیاتو بېلګه وړاندې کړې او وایي: «د ماشوم زېږون لوی عملیات چې هم کله د ښځينه روغتیاپالو له‌خوا ترسره کېږي حتمي ده، چې نارینه روغتیاپال…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-04 18:21:05

مهالوېش

  1. AF International

    په پنجاب کې د افغان کډوالو اړوند هټۍ په بولۍ کې وپلورل شوې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-04 16:02:58

په پنجاب کې د افغان کډوالو اړوند هټۍ په بولۍ کې وپلورل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button