HealthKabulافغانستانپښتو

طالبانو په سمنګان کې د دوو ۵۰۰ کیلويي ناچاوده بمونو د موندلو خبر… — AF International

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-04 18:21:06🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د سمنګان په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې دوه ۵۰۰ کیلويي ناچاوده بمونه د ماین پاکۍ موسسې په مرسته کشف او په خوندي ډول شنډ کړای شوي دي. په ننګرهار کې روغتیايي سرچینې وايي، په مرکز جلال‌اباد ښار کې لاهم په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یوشمېر ښځینه روغتیاپالې او ښځینه ډاکټرانې فعالیت کوي؛ خو د ښځینه متخصصو شمېر د پخوا پرتله بې‌ساری کم شوی او اوس یوازې د ګوتو په شمېر متخصصې ډاکټرانې پاتې دي. د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت یوشمېر ښځینه متخصصې ډاکټرانې کابل او یا له هېواده بهر تللې دي. د سرچینو په وینا، په جلال‌اباد ښار کې که څه هم ښځینه «اېم ډي» ډاکټرانې، قابلې او روغتیاپالې فعالیت کوي؛ خو د پېچلو او لویو ناروغیو د درملنې او جراحي عملیاتو په برخه کې د ښځینه متخصصینو کمښت د پام وړ دی. سرچینه زیاتوي: «په ښار کې ښځینه روغتیاپالې شته؛ خو د سختو ناروغیو د درملنې وړتیا نه‌لري. ترڅنګ یې غټ په ځانګړي ډول پېچلي عملیاتو نه‌شي کولی، چې ښځینه ناروغانې د نارینه روغتیاپالو پرمټ عملیاتېږي». سرچینې د یوشمېر پېچلو عملیاتو بېلګه وړاندې کړې او وایي: «د ماشوم زېږون لوی عملیات چې هم کله د ښځينه روغتیاپالو له‌خوا ترسره کېږي حتمي ده، چې نارینه روغتیاپال د همکارۍ او یاهم د احتیاط…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-04 18:21:06

مهالوېش

  1. AF International

    طالبانو په سمنګان کې د دوو ۵۰۰ کیلويي ناچاوده بمونو د موندلو خبر ور کړی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-04 15:37:46

طالبانو په سمنګان کې د دوو ۵۰۰ کیلويي ناچاوده بمونو د موندلو خبر ور کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button