د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې او نړیوال بانک له راپورونو څخه راټولې شوې شمېرې ښيي، چې په تېرو پنځو کلونو کې پر وارداتو د افغانستان تکیه زیاته شوې ده. د دغو معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې چې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد، د افغانستان د ټولو وارداتو ارزښت ۵،۳ میلیارده ډالرو ته رسېده، خو اوس دغه شمېره له ۱۳ میلیارد ډالرو اوښتې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې آمو ته ویلي، چې له دې سره په مقابل کې د افغانستان صادرات کم شوي دي او له پاکستان سره د لارو تړل کېدو، د سوداګریزو لارو بې ثباتي، د لېږد لوړ لګښتونه او د کافي کورني تولید نشتوالی، د صادراتو د کمښت له مهمو لاملونو څخه دي.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-05 01:37:12
خط زمانی
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د وږی ۱۳ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون