د اسیا د بېځایه شویو د حللارو پلیټفارم په یوه تازه څېړنه کې ویلي، افغانستان ته د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره سره، د هغوی د اوږدمهاله بیا ادغام لپاره لا هم یوه تازه، جامع او عملي تګلاره نشته. صیقل د کمبریج افغانستان لړۍ په یوه کنفرانس کې د خپلو خبرو په لنډیز کې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د افغانانو مقاومت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو مبارزه، لا هم دوام لري او نړیوالې ټولنې تر ډېره د طالبانو له واکمنۍ سره د مشروعیت ورکولو ډډه کړې ده. هغه ویلي: «اوسنۍ اساسي ننګونه نور د طالبانو د ماهیت درک کول نه دي، بلکې د هغوی د واک لپاره د یوه باوري بدیل رامنځته کول دي.» د صیقل په وینا، د طالبانو مخالفې ډلې باید د افغانستان د راتلونکي لپاره روښانه لیدلوری، منسجمه تګلاره او عملي سیاسي چوکاټ وړاندې کړي، داسې طرحه چې د حکومتولۍ، عامه خدمتونو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او سیاسي انتقال لپاره عملي پلانونه ولري. هغه ټینګار کړی چې مخالف جریانونه او نړیواله ټولنه باید هغه نیمګړتیاوې هم وڅېړي او حل کړي چې د ده په باور، د طالبانو د بیا واکمنېدو په رامنځته کېدو کې یې ونډه لرله. صیقل وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې هڅې شوې دي چې سیاسي فعالیتونه، د مدني ټولنې اقدامات، وسلهوال مقاومت…
Quick facts
Timeline
-
AF International
څېړنه: نږدې ۶ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي، خو د بیا ادغام لپاره جامع تګلاره نشته
Sources
Afghan sources
څېړنه: نږدې ۶ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي، خو د بیا ادغام لپاره جامع تګلاره نشته