ابو ریحان البیروني د منځنیو پېړیو له هغو مسلمانو عالمانو څخه دی چې د خپل وخت له پولو هاخوا یې په بېلابېلو علمي برخو کې نوم او نښان پرېښی دی. البیروني د ستورپوهنې او ریاضیاتو ترڅنګ په فزیک، جغرافیه، تاریخ، ژبو، بوټو پېژندنه، طب او درمل جوړونه کې هم پراخ علمي فعالیتونه کړي او د ژباړې او ادب په برخه کې یې هم وړتیا لرله. ابوریحان البیروني په غزني کې خاورو ته سپارل شوی او مقبره یې د دغه ولایت له مهمو تاریخي او علمي اثارو څخه ګڼل کېږي. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالحمید نثار وايي، ابو ریحان البیروني د منځنیو پېړیو له سترو عالمانو څخه و، چې په ریاضیاتو، ستورپوهنه، تاریخ، طب او ګڼو نورو علمي برخو کې یې ارزښتناک اثار لیکلي دي. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس په وینا، البیروني شاوخوا ۱۳۶ اثار لرل، چې دا مهال یې ۲۲ اثار کتابتونونو کې موندل کېږي . د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياتوي، د البيروني د علمي اثارو د پېژندنې په موخه په غزني کې يو علمي سیمینار جوړ شوی و او په راتلونکې کې به د هغه د علمي مقام او میراث د درناوي لپاره نور اقدامات هم ترسره شي. د پوهنتون استاد عطاءالله هاشمزاده وايي، د البیروني د اثارو مطالعه د نوي نسل د فکري جوړښت، څېړنې او علمي روحیې…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د ابو ريحان البيروني په ياد د علمي سيمنارونو په جوړولو د چارواکو او کارپوهانو ټينګار
Sources
External sources
د ابو ريحان البيروني په ياد د علمي سيمنارونو په جوړولو د چارواکو او کارپوهانو ټينګار