EconomyEnglishافغانستان

کرزی: افغانستان هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې خاوره یې د ایران پر ضد وکارول شي

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-09-05 10:30:23🎙 Listen to radio

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د هغه د ولسمشرۍ پر مهال افغانستان هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې د هېواد خاوره یې د ایران پر ضد وکارول شي. د افغانستان څانګې تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې؛ حامد کرزي له «فایننشال ټایمز» سره په خبرو کې ویلي، ایران او افغانستان تاریخي، کلتوري او ژبني ګډې ځانګړتیاوې لري او د ګاونډیتوب له امله دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري. هغه ویلي، افغانستان د ایران پر وړاندې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی، ځکه دا شخړه کولی شي د افغانستان پر اقتصاد او د سیمې پر ثبات اغېز وکړي. کرزي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو حضور ته په اشارې ویلي: «ایران زموږ ګاونډی دی. موږ نه شو کولای اجازه ورکړو چې زموږ خاوره د هغوی پر ضد وکارول شي.»

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-05 10:30:23

Timeline

  1. Parstoday

    کرزی: افغانستان هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې خاوره یې د ایران پر ضد وکارول شي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-05 10:25:45

کرزی: افغانستان هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې خاوره یې د ایران پر ضد وکارول شي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button