Kabulافغانستانامنیتدری

کابل او مسکو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-05 10:37:28🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او روسیې استازو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي. د سرچینې په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. دواړو لورو د سیمې د روان وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړي او ټینګار یې کړی چې د سیمه‌ییزو تحولاتو په رڼا کې د افغانستان او روسیې دوامداره اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو د پراختیا او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې شوې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-05 10:37:28

خط زمانی

  1. Parstoday

    کابل او مسکو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-05 10:33:20

کابل او مسکو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button