Summary: د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوې.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې د سیمې د وضعیت په اړه نظرونه او لیدلوري شریک شوي او ټینګار شوی، چې د سیمې د روانو تحولاتو په رڼا کې د افغانستان او روسیې ترمنځ دوامداره اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو په اړه هم خبرې شوې او د اړیکو په لا پراختیا ټینګار شوی دی.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-05 13:32:41
مهالوېش
-
Bakhtar
د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د روسیې له سفیر سره کتلي دي