Economyافغانستاندریننګرهار

ننګرهار کې سږکال د جلغوزیو حاصلاتو کې ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی | آمو… — Amu TV

در حال تکمیلEconomyننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-05 13:38:00🎙 رادیو را بشنوید

د ننګرهار ولایت له ۱۱ زره او ۹۱۰ هکتاره طبیعي ځنګلونو څخه به سږکال شاوخوا ۱۴۰ مټریک ټنه د جلغوزیو حاصلات راټول شي، چې د تېر کال په پرتله پکې ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، تېر کال د دغه ولایت د جلغوزیو حاصلات ۹۰.۳ ټنه وو، چې د سږني اټکل له مخې پکې ۴۹.۷ مټریک ټنه زیاتوالی لیدل کېږي. د مسوولینو په وینا، د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه سم مدیریت، د عامه پوهاوي کچې لوړېدل او د جلغوزیو ټولونکو روزنه او مسلکي کول دي. د ننګرهار ولایتي ادارې د هڅو له مخې، سږکال د جلغوزیو د راټولولو حق مستقیم د همغو ځنګل‌لرونکو سیمو سیمه ییزو خلکو ته سپارل شوی او حکومت ته به یوازې ۱۰ سلنه مالیه ورکول کېږي. د مسوولینو په وینا، د دې پرېکړې او اقدام اصلي موخه ولسونو ته د باثباته عایداتي سرچینو برابرول، د هغوی د اقتصادي وضعیت پیاوړي کول او د کورنیو لګښتونو په پوره کولو کې له هغوی سره مرسته کول دي.

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-05 13:38:00

خط زمانی

  1. Amu TV

    ننګرهار کې سږکال د جلغوزیو حاصلاتو کې ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-05 10:17:13

ننګرهار کې سږکال د جلغوزیو حاصلاتو کې ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button