EnglishSportsافغانستان

باور هوتک د افغانستان د المپیک ملي کمېټې سرپرست ګومارل شوی دی — AF International

DevelopingSports1 SourcesUpdated: 2026-09-05 18:30:03🎙 Listen to radio

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مسوولانو اخبر ورکړی، حفیظ‌الله ولي رحیمي او محمد یونس پوپلزی له دندو ګوښه شوي دي او پر ځای یې باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې سرپرست په توګه ګومارل شوی دی. افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې هم اردن ته په یوه ګول ماتې خوړلې وه. دغه لوبډله اوس له دوو لوبو څخه یوه امتیاز هم نه لري او د منفي څلورو ګولونو په توپیر د ډلې د نوملړ په وروستي ځای کې ده. افغانستان به د اسیايي جام دغو لارموندونکو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د کوربه هېواد بحرین پر وړاندې ولوبېږي. بحرین اوس مهال د دې ډلې په سر کې ځای لري. د افغانستان د ۲۰ کلنو لوبډلې د ایران د روزونکي کوروش برمک تر روزنې لاندې په دې لوبه کې ګډوډه او بې‌پلانې ښکاره شوه. د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې برمک اړ شو چې دوه لوبغاړي له ډګره وباسي او پر ځای یې دوه نور لوبغاړي ولوبوي. د افغانستان د ۲۰ کلنو لوبډلې، د روزونکي کوروش برمک په وینا، خپل تمرینونه په ځنډ پیل کړي وو. لوبډلې له مناسبو تمریناتي کمپونو، دوستانه لوبو او پوره چمتووالي پرته دغو سیالیو ته مخه کړې وه. سره له دې، کوروش برمک د سیالیو له پیل مخکې ویلي وو چې د ده لوبډله د وروستي پړاو ته د لار موندلو په موخه بحرین…

Quick facts

TopicSports
Sources1
Updated2026-09-05 18:30:03

Timeline

  1. AF International

    باور هوتک د افغانستان د المپیک ملي کمېټې سرپرست ګومارل شوی دی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-05 15:03:50

باور هوتک د افغانستان د المپیک ملي کمېټې سرپرست ګومارل شوی دی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button