د خیبر پښتونخوا په اورکزو ولسوالۍ کې د سیاسي ګوندونو د فعالانو هدفي وژنې زیاتې شوې دي. په تازه پېښه کې وسلهوالو کسانو د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو فعال غړی ملکزاده جمشید عالم په ډزو وژلی دی. د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې غونډه ویلي، پنجاب ایالت ته د ګاونډي هېواد (هند) پرتله د ګاونډیو ایالتونو له لوري د امنیتي ګواښونو کچه لوړه ده او د هغې په وینا، له همدې ایالتونو څخه پنجاب ته ترهګري راځي. مریم نواز د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو له نومونو اخیستو پرته وویل: «له ټولو ایالتونو سره پر پولو پنجاب ته ګواښونه شته دي». د نوموړې دغو څرګندونو ته له محسن داوړ سربېره د عوامي نشنل ګوند مشر او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي توند غبرګونونه ښودلي دي. ایمل ولي خان د شنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۱۴مه) په خپله اېکسپاڼه د پوښتنې په توګه مطرح کړي، چې په پاکستان کې چې نن بېلابېلې قامي ډلې له کومو سختو او وېروونکو حالاتو تېرېږي اصلي لامل یې څه دی؟ نوموړي همداراز پوښتي: «ترهګري چا پیل کړه؟ د ترهګرو کمپونه چا جوړ کړل؟ هغوی ته چا روزنه ورکړه او په افغانستان او کشمیر کې د کوم هدف لپاره وکارول شول»؟ ایمل ولي خان په ډاګه کړې، که مریم نواز د دغو پوښتنو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په اورکزو کې د پاکستان تحریک انصاف یو فعال وسله والو کسانو په ډزو وژلی دی
Sources
Afghan sources
په اورکزو کې د پاکستان تحریک انصاف یو فعال وسله والو کسانو په ډزو وژلی دی