د امریکا د استازو جرګې جمهوريپالې غړې نانسي مېس وايي، په کانګرس کې یې داسې قانوني طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې طالبان د بهرني ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شي او د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت به د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه ونومول شي. سارا اډمز د یکشنبې په سهار (د وږي ۱۵مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، عبدالقیوم ذاکر به د وږي په ۱۶مه بدخشان ته لاړ شي او په دغه زون کې به د طالبانو د پوځي عملیاتو کنټرول په لاس کې واخلي. عبدالقیوم ذاکر د ګوانتانامو زندان پخوانی بندي دی چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د وخت حکومت ته وسپارل شو او په ۲۰۰۸ کال کې له خوشې کېدو وروسته بېرته له طالبانو سره یو ځای شو او د دغې ډلې په پوځي مشرتابه کې یې وده وکړه. د هغې په وینا، ملا ذاکر په پیل کې د چنګاښ په اتمه د دې دندې وړاندیز رد کړی وو، خو وروسته یې د بدخشان د سرو زرو د کانونو د قراردادونو د کنټرول په بدل کې دا مسوولیت منلی دی. نوموړې همداراز څرګنده کړې، چې په شمال او په ځانګړې توګه په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت کوونکو وسلهوالو فعالیتونه زیات شوي او طالبانو له دې وړاندې هم په ۲۰۲۲ کال کې ملا ذاکر په پنجشېر او اندراب…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
امریکايي استازې: د طالبانو د مشروع کولو هره هڅه «خطرناکه او بېپروا» ده
منابع
Afghan sources
امریکايي استازې: د طالبانو د مشروع کولو هره هڅه «خطرناکه او بېپروا» ده