DiplomacyKabulافغانستانپښتو

د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسؤل په سرپل کې د حضرت یحیی بن زید(ع) له حرم څخه لیدنه وکړه

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-06 08:07:20🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د فرهنګي چارو مسؤل سید روح‌الله حسیني، سرپل ولایت ته د خپل سفر پر مهال د حضرت یحیی بن زید(ع) د حرم د بیارغونې او ترمیم له روان بهیر څخه لیدنه کړې او د دې زیارتي ځای د ساختماني چارو د پرمختګ او پاتې کارونو د چارو ارزونه يې کړی ده. د حسیني په وینا د حرم د بیارغونې په روانو چارو کې د ښځو او نارينوو لپاره د ۲۰ تشنابونو جوړول، د اودس‌ځایونو برابرول، د ژورې څاه کیندل، د صحن کانکریټ کول او د ویالو جوړول شامل دي. همدارنګه د حرم د بام د ترمیم، ایزوګام او د بام د څڅېدو مخنیوی چارې، ترسره شوې دي او په دې برخه کې د چپس‌کارۍ چارې شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي . په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د فرهنګي چارو مسؤل د کار پر کیفیت، د پاتې چارو پر بشپړولو او زیارت کوونکو ته د لا ښو امکاناتو پر برابرولو ټینګار وکړ. د سرپل یو شمېر اوسېدونکو هم د دې حرم د بیارغونې په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي سلاکارۍ له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د پاتې چارو د ژر تر ژره بشپړېدو غوښتنه کړې ده. د حضرت یحیی بن زید(ع) حرم د سرپل له پېژندل شوو زیارتي ځایونو څخه دی، چې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-06 08:07:20

مهالوېش

  1. Parstoday

    د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسؤل په سرپل کې د حضرت یحیی بن زید(ع) له حرم څخه لیدنه وکړه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-06 07:50:19

د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسؤل په سرپل کې د حضرت یحیی بن زید(ع) له حرم څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button