Kabulافغانستانامنیتدری

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ۸۷ میلیون ډالرو په لګښت د… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-06 11:57:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ۸۷ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۱۵۳ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت تر چتر لاندې، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د ۲۳ ولایتونو ۳۸ ولسوالیو په ۲۱۵۳ کلیو کې د شاوخوا ۸۷ میلیونه ډالرو په لګښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې نن پیل شوې. سرچینه زیاتوي، د پنجشېر ولايت مقام په تالار کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، مل پلاوي، د دغه ولایت والي حافظ محمداغا حکیم، د امنیې قومندان قاري احمدالله بدر، د کاپیسا ولایت د والي مرستیال مولوي اسدالله سنان، د پلې کوونکو او ملاتړ کوونکو مؤسساتو استازو، یو شمیر نورو مسوولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و. په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل: «دا نظام په ډېرو لویو قربانیو راغلی، موږ او تاسې باید د دغه نظام قدر وکړو او د شکر ځای دی نن په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ دی چې مونږ ته یې زمینه برابره کړې ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې پراختیايي پروژې پلې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-06 11:57:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ۸۷ میلیون ډالرو په لګښت د پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-06 16:23:26

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ۸۷ میلیون ډالرو په لګښت د پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button