اسلامپالو ترهګرو څلور الوتکې په بمونو بدلې کړې او یوازې په یوه ورځ یې شاوخوا ۳ زره کسان ووژل. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې يادو ترهګریزو بریدونو امریکا سخته ولړزوله. دغو بریدونو د نړۍ د تر ټولو ځواکمن هېواد بهرنۍ پالیسي هم د لسیزو لپاره بدله کړه چې د نړۍ د میلیونونو خلکو لپاره یې ډراماتیکې پایلې لرلې. د براون پوهنتون د محاسبې له مخې، د ترهګرۍ پر ضد په ورپسې جګړو کې شاوخوا ۹۴۰ زره کسان وژل شوي دي. خو دې جګړو ترهګري پای ته ونه رسوله. د منځني ختیځ کارپوه ګیدو شټاینبرګ د آلمان خبري اژانس ته وویل: «د ډېرو خلکو لپاره دا له شخصي او ژوندلیک پلوه هم یوه ژوره او پرېکنده تجربه وه. دا په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو لپاره صدق کوي چې د سپتمبر له ۱۱مې وروسته پکې لویې جګړې پیل شوې.» هغه زیاته کړه: «دا د افغانانو لپاره صدق کوي، د عراقیانو لپاره صدق کوي او همدارنګه د ټولو هغو هېوادونو د خلکو لپاره چې وروسته القاعده او اسلامي دولت پکې راڅرګند او پیاوړي شول.» ترهګرو هغه مهال څلور الوتکې تښتولې وې. وروسته له هغې چې د امریکن ایرلاینز ۱۱مه الوتنه یې د نړیوال سوداګریز مرکز شمالي برج ته واړوله، لږ وروسته یوه بله الوتکه د دغه مرکز له جنوبي برج سره ولګېده. بریدګرو د امریکن ایرلاینز ۷۷مه الوتنه واشنګټن ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
د ترهګرۍ پر ضد جګړه؛ ۲۵ کاله وروسته