Politicsافغانستاندری

د افغاني سرې میاشتې ټولنې او بنګله دېشي ډاکټرانو په ګډه همکارۍ د… — Bakhtar

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-06 13:47:02🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د بنګله دېش د «المرکزالاسلامی» په ګډه همکارۍ نن د شونډو او تالو چاود لرونکو ناروغانو د جراحۍ عملیاتو د لړۍ پرانیست غونډه ترسره شوه. د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوی رئيس شیخ شهاب الدین دلاور په یاده غونډه کې د المرکزالاسلامی له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې تل یې د هغه افغان ماشومانو د درملنې په برخه کې همکاري کړې ده، چې له یادې ناروغۍ څخه کړېږي. ښاغلي دلاور زیاته کړه، چې ګڼ شمېر افغان ماشومان په یاده ناروغۍ اخته دي او له راغلي بنګه دېشي ډاکټرانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي. ورته مهال د بنګه دېش د «المرکز الاسلامی» استازي محمدحمزه وویل چې دا څلورم ځل دی، چې د دوی ډاکټران د تالو او شونډو چاود لرونکي ناروغانو د درملنې په موخه افغانستان ته راخي. هغه زیاته کړه، چې تر دې وړاندې یې د ۲۸۵ افغان ناروغانو د جراحۍ بریالي عملیات ترسره کړي دي او دا ځل به ۱۲۰ تنه نور هم عملیات کړي. د نوموړي په وینا په تېر کې د جراحۍ یاد عملیات ۹۸ سلنه په بریالیتوب سره ترسره شوي دي. ښاغلي حمزه ډاډ ورکړ، چې په ټول توان سره به هڅه وکړي، څو د ناروغانو د جراحۍ عملیات لا په ښه توګه ترسره شي. د یادونې وړ ده، چې هغه ډاډ ورکړ، چې «المرکز الاسلامی» به په راتلونکي کې هم له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د افغان ناروغانو د درملنې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-06 13:47:02

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د افغاني سرې میاشتې ټولنې او بنګله دېشي ډاکټرانو په ګډه همکارۍ د شونډو او تالو چاود لرونکو ناروغانو د درملنې لړۍ پیل شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-06 12:48:16

د افغاني سرې میاشتې ټولنې او بنګله دېشي ډاکټرانو په ګډه همکارۍ د شونډو او تالو چاود لرونکو ناروغانو د درملنې لړۍ پیل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button