زابل کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر ټولګټې پروژې ګټې… — Bakhtar
Summary: د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د زابل د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول حافظ عبدالحلیم حلمي باختر اژانس ته ویلي، چې یادې پروژې د شملزو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پلې شوې دي، چې د دوو کوچنیو بندونو، دوو کانالونو او لښتیو جوړول او د کاریزونو پاکول پکې شامل دي.نوموړي ویلي، چې د یادو پروژو چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او د پلي کېدو پر مهال یې ۳۴۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي د یادو پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او له مسوولینو څخه یې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم د ورته ټولګټو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
زابل کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Sources
Afghan sources
زابل کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې