افغانستانامنیتدریلغمان

لغمان کې د نږدې یوې پېړۍ مرګونې دښمني پای ته ورسېده — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityلغمان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-15 15:33:48🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لغمان ولایت ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند خاص دولت شاه او منانګل سیمو د دوو ولسونو ترمنځ ۹۳ کلنه دښمني د ځایي علماوو، قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده. د یاد ولایت د مقام دفتر باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دښمني د دولت شاه ولسوالۍ اړوند خاص دولت شاه او منانګل سیمو د میشتو ولسونو ترمنځ د سلطاني غره د منافعو پر سر رامنځته شوې وه، چې دواړو لوریو له خوا ۲۳ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه د ځایي مسوولینو علماوو، قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.ورته مهال د دواړو سیمو میشتو ولسونو ته د سلطاني غره له ټاکل شویو ساحو څخه د مشروعې استفادې حق ورکړل شو او دواړو لورو ژمنه وکړه، چې له ټاکل شویو حدودو څخه به تجاوز نه کوي د یو بل په چارو کې به لاسوهنه نه کوي او له خپلو سیمو څخه به د متقابل احترام او تفاهم په فضا کې استفاده کوي.د یادونې وړ ده، چې وروسته له روغې جوړې د یادو سیمو اوسېدونکو په خوښۍ او بشپړ امنیت کې له خپلو ټاکل شویو ساحو څخه د جلغوزیو د حاصلاتو په راټولولو پیل وکړ.

اطلاعات کوتاه

مکانلغمان
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-15 15:33:48

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لغمان کې د نږدې یوې پېړۍ مرګونې دښمني پای ته ورسېده

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-15 10:34:24

لغمان کې د نږدې یوې پېړۍ مرګونې دښمني پای ته ورسېده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button