EnglishKabulافغانستانامنیت

کابل؛ په معاصرو اسلامي علومو کې د إمام مرغيناني رحمه الله علمي ميراث… — Bakhtar

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-04 17:47:39🎙 Listen to radio

Summary: پلازمېنه کابل ښار نن د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د «په معاصرو اسلامي علومو کې د إمام مرغيناني رحمه الله علمي ميراث او مقام» تر سرليک لاندې د بين المللي علمي ـ څېړنيز کنفرانس کوربه و. په دې کنفرانس کې د هېواد د يو شمېر حکومتي مسوولينو او ديني عالمانو سربېره د ازبکستان د ديني عالمانو يوه پلاوي او په کابل کې د ياد هېواد د سفارت يو شمېر مسوولينو هم ګډون کړی وو.ياد کنفرانس ته د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د پيغام په يوه برخه کې ويل شوي، چې د اسلامي تمدن په علمي تاريخ کې د ماورالنهر او بلخ سيمې د قرآن کريم، نبوي احاديثو، عقيدې، فقه او نورو اسلامي علومو د سترو عالمانو د روزنې او علمي ميراث د رامنځته کيدو له مهمو مرکزونو څخه دي.په پيغام کې زياته شوې، چې اوسمهال هم افغانستان او ازبکستان د مشترکې عقيدې، ګډ مذهب، د ګډو تزکيوي او تصوفي طريقو تاريخي او اقتصادي پيوندونه لري، موږ هيله لرو، چې دغه مشترکات د متبادل احترام او باور په فضا کې د تېر په څېر بيا تقويه شي.ورته مهال د افغانستان علومو اکاډمۍ رئيس شيخ الحديث مولوي فريد الدين محمود په پيغام وويل شوي، چې د دې نړيوال کنفرانس جوړېدل د همدې ستر علمي ميراث د بيا پېژندنې، علمي څېړنې او راتلونکو نسلونو ته د هغه د ارزښت د انتقال په لاره کې مهم ګام دی.هغه هيله څرګنده کړې، چې دا به د افغانستان او ازبکستان د علمي ګډ میراث د لا پياوړتيا لپاره د علمي همکاريو زمينه برابره او دواړه هېوادونه لا سره نږدې کړي.په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزير شيخ نورمحمد ثاقب وويل چې امام مرغيناني رحمه الله د حنفي مذهب له سترو علمي شخصيتونو څخه و او د هغه د علمي ميراث د ساتنې لپاره بايد لا ډیرې هڅې وشي.د نوموړي په خبره ياد امام داسې بې مثاله ستر علمي اثار په میراث پرې ايښي، چې طالب العلمان به همېشه ترې علمي ګټه پورته کوي.د ازبکستان د مسلمانانو ادارې لومړي مرستیال شیخ حامد جان ایشمت‌بیکوف وويل چې د دې ډول کنفرانسونو جوړول او د سترو علمي شخصيتونو په اړه څېړنه او مطالعه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا نږدېوالي او د راتلونکو نسلونو لپاره د پوهې او روښانه لارې د جوړیدو سبب شي.هغه زياته کړه، چې د ازبکستان دولت او خلک افغانستان ته د يوه ښه ګاونډي ترڅنګ د يوه مسلمان ورور په سترګه ګوري، په بلخ کې د امام بخاري د ستر ديني علمي مرکز جوړول، د ګډ بازار پرانيسته او له افغانانو سره دوامدارې بشري مرستې د دې ښه ثبوتونه دي.په کابل کې د ازبکستان مرستيال سفير بهادر تاشمانوف وويل چې د جمهور رئيس شوکت ميرضيايف تر رهبرۍ لاندې له افغانستان سره د اړيکو پراختيا، ښه ګاونډيتوب، متقابل درناوی، او عملي همکارۍ د ازبکستان د بهرني سياست له لومړيتوبونو څخه دي.د يادونې وړ ده، چې د دې کنفرانس لومړۍ ناسته تېر کال په ازبکستان کې ترسره شوې وه.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-04 17:47:39

Timeline

  1. Bakhtar

    کابل؛ په معاصرو اسلامي علومو کې د إمام مرغيناني رحمه الله علمي ميراث او مقام بين المللي علمي – څېړنيز کنفرانس ترسره شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-04 11:12:10

کابل؛ په معاصرو اسلامي علومو کې د إمام مرغيناني رحمه الله علمي ميراث او مقام بين المللي علمي – څېړنيز کنفرانس ترسره شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button