افغان ایلېون لوبډله له ازبکستان کرېکټ لوبډلې سره سبا دوستانه سیالۍ کوي — AF International
د مصر او ارجنټاین لوبه، چې ارجنټاین په ۳-۲ وګټله، د لوبڅار او ویډیویي مرستندویه لوبڅار د څو بحثپارونکو پرېکړو له امله د مصريانو له پراخو اعتراضونو سره مخ شوه. د مصر د ملي لوبډلې روزونکي حسام حسن او یو شمېر لوبغاړو تر لوبې وروسته ادعا وکړه چې لوبڅاري د ارجنټاین په ګټه شوې ده. د مصر د لوبډلې یوه لوبغاړي ان نړیوال جام «له مخکې طرحه شوی» وباله. ممداني، چې د نیویارک د بسونو د ترانسپورتي سیستم د ښهوالي د طرحې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، وویل د دې پروژې له برکته به خلک هر کال له دوو ورځو ډېر د تګ راتګ وخت سپموي. هغه د ټوکې په انداز وویل: «دا وخت به د کورنۍ سره د سهارنۍ خوړلو، د خپلو ماشومانو د لوبو د لیدلو او له ملګرو سره د دې خبرې د منلو لپاره ولرئ چې مصر پرون د بېعدالتۍ قرباني شو». د نیویارک ښاروال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې هره ورځ له سپمول شویو شپږو دقیقو سره به څه کوي وویل: «ښايي د مصر د غلا شوي حق صحنې بیا بیا وګورم. یوازې کافي ده د ویډیویي مرستندویه لوبڅار پرېکړه یو ځل بیا وګورئ». د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدران چې له اوږدې ناروغی وروسته په هند کې ومړ، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خاورو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
افغان ایلېون لوبډله له ازبکستان کرېکټ لوبډلې سره سبا دوستانه سیالۍ کوي
سرچینې
Afghan sources
افغان ایلېون لوبډله له ازبکستان کرېکټ لوبډلې سره سبا دوستانه سیالۍ کوي