KabulPoliticsافغانستانپښتو

د هنر او فرهنګ معین د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او… — Bakhtar

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-10 14:17:58🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د لوړو زده‌ کړو وزارت د دعوت او ارشاد له رئیس شیخ حکمت‌الله حکمت سره وکتل. د باختر اژانس د خبریال د راپور له مخې، په دې لیدنه کې پر علمي، فرهنګي او دیني موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.ناسته کې د فرهنګ او هنر معین په تحصیلي مرکزونو، په ځانګړي ډول په کابل پوهنتون کې د دیني او اسلامي مضامینو پر ښه تدریس ټینګار وکړ او دې برخه کې یې د لا پاملرنې غوښتنه وکړه.د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر له معین څخه د اسلامي علومو د مضامینو د تدریس او همدارنګه د کابل پوهنتون محصلینو ته د قرآنکریم د مفاهیمو د تفسیر په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.دواړو لورو په علمي، فرهنګي او دیني برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د پوهې او تجربو د تبادلې لپاره د لا زیاتو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-10 14:17:58

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د هنر او فرهنګ معین د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد له رئیس سره وکتل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-10 07:49:19

د هنر او فرهنګ معین د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد له رئیس سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button