زابل کې د مېزاني ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه شوه — Bakhtar
Summary: د زابل ولایت د مېزاني ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د مېزانې ولسوال مولوي عزت الله حاجي امیر باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ په اساسي او معیاري ډول د ۱۰ میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.د نوموړي په وینا، په دغه ودانۍ کې اته اداري خونې، پخلنځی او نور اړین ملحقات جوړ شوي، چې ټولټال ۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.هغه زیاته کړه، د نوې ودانۍ په ګټې اخیستنې سره به د ولسوالۍ کارکوونکو لپاره مناسب کاري چاپېریال برابر، د اداري خدمتونو کیفیت به ښه او د چارو چټکتیا او اغېزمنتیا کچه به لوړه شي.نوموړي همدارنګه د مېزانې ولسوالۍ په کچه د چکډېمونو، سړکونو، ښوونځیو، مدرسو او نورو رغنیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.د یادونې وړ ده، چې د زابل والي او ورسره مل پلاوي د مېزانې ولسوالۍ له یو شمېر روانو رغنیزو او خدماتي پروژو څخه هم لیدنه وکړه او د چارو د چټکتیا او کیفیت د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
زابل کې د مېزاني ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه شوه
Sources
Afghan sources
زابل کې د مېزاني ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه شوه