EconomyKabulافغانستاندری

ترمذ کې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانیستل… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-16 06:27:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډون د اوزبکستان په ترمذ ښار کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې پرانیستل شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دغه نندارتون د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو راکړو ورکړو او ګډ تولید او پانګونې ته د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی. هغه ویلي چې افغانستان د غالیو، ټوکر جوړولو، جامو، چرمي محصولاتو، خوراکي توکو او پروسس شوو کرنیزو محصولاتو برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري او اوزبېکستان هم د تولید، ټکنالوجۍ، نساجۍ، ماشینونو او پروسس برخو کې پراخ ظرفیتونه لري. عزیزي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو ناستو پر جوړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د دغه نندارتون پایلې باید د سوداګریزو تړونونو، ګډو پانګونو، د تولید زیاتوالي او د صادراتو د پراختیا لامل شي. د اوزبېکستان د سرخان‌دریا ولایت والي اولوغ‌بیک قاسیموف هم په دغو مراسمو کې افغانستان او اوزبېکستان دوه دوست او وروڼه هېوادونه بللي دي. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام او د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-16 06:27:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ترمذ کې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانیستل شو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-16 10:53:09

ترمذ کې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانیستل شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button