DevelopmentEnglishافغانستانزابل

د قلات اوسېدونکی آمو ته: د اوبو لپاره هره ورځ دوه کیلومتره پلی… — Amu TV

DevelopingDevelopmentزابل1 SourcesUpdated: 2026-09-29 17:07:27🎙 Listen to radio

د زابل مرکز، قلات ښار دوو اوسېدونکو آمو ته ویلي چې د اوبو کمښت د دوی په یوه جدي ستونزه بدل شوی دی. د دغو اوسېدونکو له ډلې عصمت‌الله آمو ته وایي چې د اوبو موندلو لپاره هره ورځ دوه کیلومتره لاره مزل وهي. د دغو اوسېدونکو په وینا، په ډېری هغو ځایونو کې چې پخوا به یې ترې اوبه وړلې، نورې اوبه نه دي پاتې شوې. عصمت‌الله وایي: «له سیند څخه اوبه وړو او کله نا کله له ریاسته هم اوبه وړو. ریاست کله کله د اوبو نل خلاصوي او موږ له هغه ځایه د اړتیا وړ اوبه وړو. په ډېرو ځایونو کې اوبه نشته او کلي هم اوبه نه لري.» په زابل کې د اوبو ستونزه یوازې د څښاک د اوبو په برخه کې نه ده. د محمد حنفي په نوم د زابل یو کروندګر آمو ته وایي چې د وروستیو وچکالیو له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه ښکته تللې ده او هغه په سختۍ کولای شي خپلې ونې او ځمکې خړوبې کړي. د هغه غوښتنه د اوبو د بندونو جوړول دي چې وکولای شي د اوږدې مودې لپاره اوبه وساتي. نوموړی وایي: «پخوا به په دېرشو تر څلوروښتو مترو کې له څاه اوبه راوتلې، خو اوس تر یو سل او اویا او دوو سوو مترو پورې ښکته تللې دي. کله کله له همدې ژوروالي هم اوبه…

Quick facts

Locationزابل
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-29 17:07:27

Timeline

  1. Amu TV

    د قلات اوسېدونکی آمو ته: د اوبو لپاره هره ورځ دوه کیلومتره پلی مزل کوم | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-29 14:08:17

د قلات اوسېدونکی آمو ته: د اوبو لپاره هره ورځ دوه کیلومتره پلی مزل کوم | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button