Politicsافغانستاندریزابل

زابل کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsزابل1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-13 15:22:46🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د زابل ولایت په مرکز قلات ښار اړوند په باکورزو کلي کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي حکمت‌الله رهبر باختر اژانس ته ویلي، چې دغه استنادي دېوال ٨٢٠ متره اوږدوالی ۲ متره سور او ۳ متره لوړوالی لري، چې چارې به یې د ۱۰ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.نوموړي زیاته کړې چې د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او استوګنیز کورونه به د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښ او له دولت څخه یې د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانزابل
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-13 15:22:46

خط زمانی

  1. Bakhtar

    زابل کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-13 11:35:12

زابل کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button