Summary: د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بدراب کلي کې د حاجي لعلپادشاه او حاجي عبدالجبار کورنیو ترمنځ شاوخوا ۴۰ کلنه دښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده. د باختر اژانس د خبر له مخې، د دغې دښمنۍ له امله د دوو ښځو په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.د کاپیسا د سرحدونو، قومونو او قبایلو امریت مسوولینو ویلي، چې د ځايي مسوولینو او قومي مشرانو په همکارۍ هڅه کوي، څو د دښمنیو او قومي شخړو قضیې د خبرو اترو او قومي جرګو له لارې حل او د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ زمینه برابره کړي.د مراسمو په پای کې د سولې پرېکړه لیک دواړو لورو ته ابلاغ شو او د ښکېلو کورنیو غړو یو بل په غېږ کې ونیول او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به د ورورولۍ، خواخوږۍ او سولې په فضا کې ژوند کوي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده
Sources
Afghan sources
کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده