EnglishHealthKabulافغانستان

د ایران توغندیز او ډرون بریدونه؛ اردن کې د امریکا دوه سرتېري وژل… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-19 04:27:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۷ سرطان ۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د اردن پر اډو د ایران توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي، څلور نور ټپیان دي او یو بل نادرکه شوی دی. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه د جولای په ۱۷مه هغه مهال وشول چې امریکايي او متحد ځواکونه د ایران د بالسټیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو شنډولو په حال کې وو. سرچینې زیاته کړې چې څلور ټپي شوي پوځیان د درملنې لپاره د اردن روغتونونو ته ولېږدول شول، خو له درملنې او د روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو وروسته بېرته رخصت او خپلو دندو ته ستانه شوي دي. دا لومړی ځل دی چې امریکا د ایران د بریدونو له نوې څپې وروسته په رسمي ډول د خپلو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي. دغه بریدونه وروسته له هغه بېرته پیل شول چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې د لنډمهاله درولو هوکړه له منځه ولاړه.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-19 04:27:03

Timeline

  1. Pajhwok

    د ایران توغندیز او ډرون بریدونه؛ اردن کې د امریکا دوه سرتېري وژل شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 08:56:44

د ایران توغندیز او ډرون بریدونه؛ اردن کې د امریکا دوه سرتېري وژل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button