Englishافغانستانامنیت

د طالبانو د کرنې وزیر: د کرنې او مالدارۍ محصولات عصري کوو — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-11-04 12:27:23🎙 Listen to radio

د طالبانو د کرنې وزیر عطالله عمري د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پنځه دېرشم نندارتون د پرانیستنې پرمهال ویلي، یاده ډله هڅه کوي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ محصولات له دودیزو لارو چارو څخه عصري میتودونو ته ولېږدوي. د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطالله عمري د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې اوبه خاوره، مناسب اقلیم او بشري وړتیاوې د افغانستان له سترو امتیازونو څخه بللې او ټینګار یې کړی چې له دغو وړتیاوو څخه اغېزناکه ګټه اخیستل به افغانستان اقتصادي خپلواکۍ او ځان بسیاینې ته ورسوي. نوموړي د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د ظرفیتونو د پېژندلو او د پانګوالو، سوداګرو، کروندو او مالدارانو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو لپاره ښه فرصت بللی دی. د هغه مرستیال مولوي صدراعظم عثماني پر مرستندویه او همکارو موسسو غږ کړی چې له افغان کروندګرو سره د سړو خونو د جوړولو او د کرنې عصري کولو په برخه کې همکارۍ پراخې کړي. طالب چارواکو پرداسې مهال د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د عصري کولو د هڅو خبر ورکړی چې کروندګر د دوی د واکمنۍ نه مشروعیت په کرنیزه برخه کې هم د نړیوالو مرستو د کمېدو اصلي لامل ګڼي. کروندګر دغه راز د زکات او عشر په نوم د طالبانو له جبري غوښتنو هم شکایت لري، خو طالبان دا غوښتنې…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-04 12:27:23

Timeline

  1. AF International

    د طالبانو د کرنې وزیر: د کرنې او مالدارۍ محصولات عصري کوو

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-04 11:11:52

د طالبانو د کرنې وزیر: د کرنې او مالدارۍ محصولات عصري کوو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button