Summary: د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اسلامکلا بندر له لارې د دغه ولایت صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۲ سلنه زیات شوي او ارزښت یې ۱۲۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي امر محمد یوسف امین باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ بهیر په عادي ډول روان دی او د صادراتو زیاتوالی د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا ښکارندویي کوي.ورته مهال، د اسلامکلا بندر کمېسار مولوي سید حضرتالله وايي، چې هره ورځ د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو شاوخوا زر موټر د دغه بندر له لارې تګ راتګ کوي.د نوموړي په وینا، د دواړو خواوو موټرچلوونکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د رود پاس او ویزو د صادرولو په برخه کې تر ګمرکونو پورې ځینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.د اسلامکلا ګمرک د معلوماتو له مخې، په دغه بندر کې شاوخوا شپږ زره کسان په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي او دغه بندر د ۱۸۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې فعالیت کوي.د یادونې وړ ده، چې ملي تدارکاتو کمېسیون څو ورځې وړاندې د اسلامکلا ګمرک د پارکینګونو د ساحې د کانکرېټ پروژه د دغې برخې د وضعیت د ښه کولو په موخه منظوره کړې ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د اسلام کلا بندر له لارې صادرات ۷۲ سلنه زیات شوي دي