Summary: د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵۰ کلنه دښمني د علماوو، قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده. د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دښمني د حیات خان او قادر خان د کورنیو ترمنځ وه، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د محتسبینو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب هواره شوه.د دواړو کورنیو استازو د جرګې له پرېکړې خوښي څرګنده کړه او د ورته شخړو په هواري کې یې د قومي جرګو پر ارزښت ټینګار وکړ.
اطلاعات کوتاه
مکانپکتیکا
موضوعNews
منابع1
بهروزرسانی2026-11-07 11:27:10
خط زمانی
-
Bakhtar
پکتیکا کې ۱۵۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده