نور

پاکستان او طالبانو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د یو بل شارژدافیران… — AF International، Bakhtar، Amu TV +4

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې په بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې تازه شمېرې خپرې کړې دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې “تر دې مهاله ټول ۳۶ تنه عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، شهیدان او ۱۶۳ تنه ټپیان شوي‌ دي”.

ښاغلي فطرت د هر ولایت جلا شمېرې او د برید جزیات هم لیکلي دي.

د پکتیا ولایت د څکمنیو ولسوالۍ په اړه یې ویلي چې، “د مندوخېلو کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې د کور یو سپين‌ږیری او یو ماشوم شهدان شوي او نور غړي یې ټپیان دي. خو د کلي خلک چې د ژغورنې لپاره راټول شوي، دوهم ځل بمبار شوی چې ۲۸ تنه کلیوال پکې شهیدان شوي او ۱۵۷ تنه نور ژوبل شوي”.

حمدالله فطرت د پکتیکا ولایت په هکله لیکلي چې، “د ګیان ولسوالۍ اړوند ولوست کلي کې د یوه کلیوال کور بمبار شوی چې شپږ تنه چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، پکې شهیدان شوي”.

همداراز یې د کونړ په اړه ویلي، “د منورې ولسوالۍ اړوند د برولو کلي کې د یوه ملکي کس کور بمبار شوی چې ځاني تلفات نه لري خو کور یې بشپړ ویجاړ شوی او مالي زیان ور اوښتی دی”.

د ښاغلي فطرت په وینا، په دغو بریدونو کې درې کورونه “په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي”.

نور پر بي بي سي ولولئ

اړوندې مقالې

Back to top button