د خيبرپښتونخوا پخواني اعلی وزير امير حيدر خان هوتي ويلي، د پاکستان له جوړېدو راهيسې د ده تر حکومت پورې پر دغه ايالت څه کم ۱۰۰ ميليارده کلدارې پور وو، خو د تحریک انصاف په حکومت کې د دغه پور کچه زر ميلياردو کلدارو ته رسېدلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د جماعت الاحرار عالي رهبرۍ له اوږدو او ژورو مشورو وروسته وروستۍ پرېکړه کړې چې دغه ډله د خپل اصلي تشخیص او روحيې له مخې بېرته فعاله کړي. اسد منصور وویل چې دوی به له دې وروسته د عمر خراساني تر مشرۍ لاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل راتلونکی لوری، تګلاره او د پرېکړو واک به په خپلواک چوکاټ کې ساتي. د جماعت الاحرار ویاند ادعا کړې چې دوی د «مجاهدینو» د صفونو د یووالي او په پاکستان کې د ګډ هدف لپاره له تحریک طالبان پاکستان سره خپل شتون مدغم کړی و، ځکه دوی پخپله د دغه تحریک له بنسټ اېښودونکو څخه وو. خو د هغه په وینا، د دوی صادقانه هڅې د غدر او فریب له چلند سره مخ شوې چې په پایله کې یې د دوی ستر مشر خالد خراساني او یو شمېر مخلص ملګري له لاسه ورکړل. اعلامیه زیاتوي چې د دغه ستر تنظیمي زیان او تلفاتو سره سره، دوی د بې ګناه خلکو د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره صبر او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
حیدر خان هوتي: په ۱۳ کلونو کې د پښتونخوا پور له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میلیاردو کلدارو ته رسېدلی
منابع
Afghan sources
حیدر خان هوتي: په ۱۳ کلونو کې د پښتونخوا پور له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میلیاردو کلدارو ته رسېدلی