په خیبرپښتونخوا کې د افغان سوداګرو استازي سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګري د سیاست قرباني شوې او دواړو لورو ته یې میلیارډونه ډالره تاوان اړولی دی. د هغه په وینا، د لارو بندېدو له امله زرګونه کسان هم بېکاره شوي دي. امرالله صالح د جمعې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کلونو په اوږدو کې یې د طالبانو له ګڼو منځنیو غړو او یو شمېر مشرانو سره د نیول کېدو پر مهال تفصیلي خبرې کړې دي. د صالح په وینا، د طالبانو نیول شویو غړو به د څارنوال او قاضي پر وړاندې د پوښتنو او ګرویږنو پر مهال د ټولنیزو رسنیو د اوسني انځور خلاف، له خپلو کړنو پښېماني څرګندوله او د بښنې غوښتنه به یې کوله. نوموړی زیاتوي، نیول شویو طالبانو به ویل، چې غواړي د خپل هېواد لپاره ګټور واوسي او د خپلو هېوادوالو پر وژلو به یې پښېماني څرګندوله. هغه ادعا کوي، چې د ګرویږنو پر مهال یې له فزیکي شکنجې کار نهاخیست او باور یې درلود، چې د حوصلې، دقت او جزییاتو ته د پاملرنې له لارې هم له تورنو کسانو اعتراف اخیستل کېدای شي. صالح د ملا شهابالدین په نوم د یوه طالب قاضي کیسه هم کړې چې د ارزګان ولایت اوسېدونکی و او د جمهوري نظام پر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده
منابع
Afghan sources
د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده