Summary: د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي د هند د پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون (آیټيپياو) د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي زاهد د ياد نندارتون په څنډه کې، د هند د سوداګرۍ له وزیر پیوش ګویال سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو د معرفي کولو په اړه ورسره خبرې وکړې. هغه په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو له ۶۸ غرفو څخه هم لیدنه کړې چې په کې وچې مېوې، افغاني غالۍ او بانکي خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي دي. افغان غرفه لرونکو هم د هېواد د صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو له وزارتونو او په هند کې د افغانستان له سفارت څخه د هڅو او همغږۍ په خاطر مننه کړې او د افغان سوداګرو د ګډون او د هېواد د تولیداتو د معرفي کولو په برخه کې یې د یادو ادارو رول مهم بللی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
افغان پلاوي د هند په پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ
Sources
Afghan sources
افغان پلاوي د هند په پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ